 
بې شکه، په هرې یوې ټولنې کې ضرورتمند وګړي موجود وي ، چې یا د کار او کوښښ توان نه لري او یا عاید ئې په هغې اندازې نه وي چط د هغه ټول لګښتونه تامین کړي. د وګړو اړتیا باید تر ممکن حده وا دمنلو وړ تر حده تامین شي. د اسلام له نظره ، دولت اوشتمنئ په اصل کې له ټولنې سره اړه لري؛ ځکه خداوند متعال پر مځکې خپل خلافت او په مالونو اوشتمنیو کې وکالت انسانانو ته سپارلی دی. قرآن کریم د انسان نیابتي او استخلافی مالکیت ته اپه اشارې سره د انفاق حکم ورکوي.
دمثال لپاره په یوه ځاي کې فرمائي چې له هغه څه چې تاسو مو خپل جانشین کړي یاست،انفاق وکړئ.؛ آمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَأَنْفِقُوا مِمَّا جَعَلَكُمْ مُسْتَخْلَفِينَ فِيهِ» (حدید: 7) او په یوه بل ځاي کې بیا فرمائي؛ له هغه مال اوشتمنئ څخه چې د انسانانو په اختیا رکې ورکړل شوي دي؛ وَآتُوهُمْ مِنْ مَالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ» (نور: 33). قرآن کریم متقین چې دخداوندمتعال حقیقي جانشینان وو ، داسې معرفي کوي؛ وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ » (ذاریات: 19).
دا موضوع په ښه توګه په ټولنې کې د نورو سره د مرستې او تعاون ضرورت اثبات کوي.
په دې توګه ، شتمن خلک پر مال اوشتمنیو د خداي وکیلان او جانشینان دي او شتمني له هغوي سره امانت او قرضه ده،چې د امانتدارئ او وکالت په غوښتنې ورباندې باید عمل وشي.
حضرت امام جعفر صادق علیه السلام فرمائي؛آیا ګمان کوئ خداوند دوي ته چې شتمنئ ورکړې ده، دهغوي د درنښت اواحترا م په سبب ده ،او هرڅو ک چې شتمني نه لري،د هغه د خوار شونې په سب ده.؟، نه هیڅکله هم داسې نه ده، مال د خداي شتمني ده؛ دا د وګړو په نزد امانت کیښودل کیيږي او هغو ته اجازت ورکړل شوی دی چې د ضرورت په اساس ورڅخه وخوری ، وڅښي ، واغوندي ،واده وکړي ،د سورالئ وسیله ولرل شی ، له بې وځلو مومنانو څخه عیادت اوپوښتنه او د هغوي مرسته وکړي او د هغوي خپګان او غم جبران کړی: پر دې اساس په اصل کې شتمنئ او مال او دولت له ټولنې سره اړوندوالی لري او د ټولنې هر وګړئ چې ورڅخه استفاده کوي، په داسې بڼه کې چې د امانتدلارئ په دندې عمل کوي او د ټولنې دمحرومو حقوق په نظر کې ونیسي ، نو د استفادې حق لري ،که داسې نه وي ،نو هیڅ حق نه لري.
https://iqna.ir/en/news/3495055